د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان د کرکټ لوبغاړو او کرکټ بورډ له چارواکو سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي حقاني او کرکټ لوبغاړو لیدنه پرون چهارشنبې د وږي ۳۰ مه لیدلې ده.
ښاغلي حقاني د کرکټ لوبغاړو ستاینه کړې او ملي لوبغاړي یې په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان استازي بللي دي.
خلیفه سراج الدین حقاني هیله څرګنده کړې، چې ملي لوبغاړي د تل په څېر د ښو لوبو تر څنګ پخپلو کړنو کې د یوه ویاړلي مسلمان هېواد او ولس غوره انځور وړاندې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل