په تېر یوه کال کې ۵۵۶ تنو ته په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده

2 عقرب 1401 ساعت 8:59

د ماین پاکونې او همغږۍ، انسجام ریاست وايي، په تېر یوه کال کې ۵۵۶ تنه چې ډېری یې ماشومان دي په افغانستان کې وژل شوي یا ټپيان شوي دي.


د ماین پاکونې او همغږۍ، انسجام ریاست وايي، په تېر یوه کال کې ۵۵۶ تنه چې ډېری یې ماشومان دي په افغانستان کې وژل شوي یا ټپيان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ماین پاکونې او د همغږۍ د انسجام رییس نورالدین رستم خېل وايي، له یوه کال راهیسې په دغه ډول چاودنو کې څه باندې ۵۵۶ کسانو ته چې ډېری یې ماشومان دي، مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ۱۱ پېښو کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

رستم خېل وايي، لا تر اوسه په دې برخه کې ورسره بهرنۍ مرستې نه دي شوي.

نوموړی وايي، له یوه کال راهیسې څه باندې ۸۶ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او نا چاودو توکو پاکه شوې او لا هم ۶۰۰ کیلومتر مربع نوره ځمکه ماین پاکۍ ته اړتیا لري.

جمهورخبري آزانس:کابل
 


د مطلب کود: 155300

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155300/

جمهور
  https://www.jomhornews.com