سالنک او غزني کې ترافیکي پېښو پنځه تنه وژلي

14 عقرب 1401 ساعت 12:28

ځايي چارواکي وايي، په سالنګ او غزني ولایت کې د ترافيکي پېښو له امله پنځه کسان مړه شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.


ځايي چارواکي وايي، په سالنګ او غزني ولایت کې د ترافيکي پېښو له امله پنځه کسان مړه شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د سالنګ لويې لارې دوشاخ سيمه کې د يوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله را منځته شوې ده.

د سرچينې په وينا په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بلخوا ويل کيږي چې د کابل _ کندهار لويې لارې پر سر د غزني ولايت اړوند د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن د کرولا ډوله او بار وړونکي موټر تر منځه د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي دي.

افغانستان کې د ترافيکي زياتوالي اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل کيږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155566

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155566/

جمهور
  https://www.jomhornews.com