ځايي چارواکي وايي، په سالنګ او غزني ولایت کې د ترافيکي پېښو له امله پنځه کسان مړه شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، په سالنګ او غزني ولایت کې د ترافيکي پېښو له امله پنځه کسان مړه شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د سالنګ لويې لارې دوشاخ سيمه کې د يوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله را منځته شوې ده. د سرچينې په وينا په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. بلخوا ويل کيږي چې د کابل _ کندهار لويې لارې پر سر د غزني ولايت اړوند د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن د کرولا ډوله او بار وړونکي موټر تر منځه د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي دي. افغانستان کې د ترافيکي زياتوالي اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل کيږي. جمهورخبري آژانس:کابل