هند: افغانستان باید د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي

28 عقرب 1401 ساعت 10:09

په ملګرو ملتونو کې د هند استازي مادو سودان د دې سازمان په غیر رسمي غونډه کې ویلي، افغانستان باید د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه‌ شي.


په ملګرو ملتونو کې د هند استازي مادو سودان د دې سازمان په غیر رسمي غونډه کې ویلي، افغانستان باید د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه‌ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه هندي ډېپلوماټ له افغانستانه د تروریستي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې غونډه کې د ایرلنډ استازي ویلي، نړیواله ټولنه او بشري بنسټونه دمګړۍ له افغانانو د ملاتړ په حال کې دي، خو په وینا یې دغه ملاتړ کافي نه دی.

هند دا اندېښنه پر داسې مهال څرګندوي، چې د اسلامي امارت مسوولین ډاډ ورکوي چې هېڅکله به هم هېڅ کس او یا هم ډلې ته د دې اجازه ورنه‌ کړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155861

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155861/

جمهور
  https://www.jomhornews.com