په ملګرو ملتونو کې د هند استازي مادو سودان د دې سازمان په غیر رسمي غونډه کې ویلي، افغانستان باید د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هندي ډېپلوماټ له افغانستانه د تروریستي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دې غونډه کې د ایرلنډ استازي ویلي، نړیواله ټولنه او بشري بنسټونه دمګړۍ له افغانانو د ملاتړ په حال کې دي، خو په وینا یې دغه ملاتړ کافي نه دی.
هند دا اندېښنه پر داسې مهال څرګندوي، چې د اسلامي امارت مسوولین ډاډ ورکوي چې هېڅکله به هم هېڅ کس او یا هم ډلې ته د دې اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
جمهورخبري آژانس:کابل