خلیلزاد: د افغانستان اوسنی وضعیت د امریکا په ګټه دی

28 عقرب 1401 ساعت 10:25

د افغان سولې لپاره دامریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، او د افغانستان اوسنی وضعیت د دې هېواد د خلکو لپاره ستونزمن دی، خو دا حالت د امریکا په ګټه دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دا څرګندنې د کردستان ۲۴ ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، او د افغانستان اوسنی وضعیت د دې هېواد د خلکو لپاره ستونزمن دی.

خلیلزاد په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو هم ټینګار کړی.

دی وايي، د نړیوالو اړیکو او ثبات له نظره د افغانستان سرپرست حکومت باید د خلکو خبرې واروي او غوښتنو ته يې ځوابویونکی اوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
د مطلب کود: 155863

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155863/

جمهور
  https://www.jomhornews.com