د افغان سولې لپاره دامریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، او د افغانستان اوسنی وضعیت د دې هېواد د خلکو لپاره ستونزمن دی، خو دا حالت د امریکا په ګټه دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دا څرګندنې د کردستان ۲۴ ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، او د افغانستان اوسنی وضعیت د دې هېواد د خلکو لپاره ستونزمن دی.
خلیلزاد په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو هم ټینګار کړی.
دی وايي، د نړیوالو اړیکو او ثبات له نظره د افغانستان سرپرست حکومت باید د خلکو خبرې واروي او غوښتنو ته يې ځوابویونکی اوسي.
جمهورخبري آژانس:کابل