اسلامي امارت:

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید موږ ته وسپارل شي

29 عقرب 1401 ساعت 8:55

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له ۷۶مې کلیزې سره هممهاله د افغانستان سرپرست حکومت  غواړي دغه څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له ۷۶مې کلیزې سره هممهاله د افغانستان سرپرست حکومت  غواړي دغه څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس په دې سازمان کې د سرپرست حکومت د استازي نه شتون غیر عادلانه بولي.

سهیل شاهین د سرپرست حکومت له لوري دې څوکۍ ته وروپېژندل شو، خو د دې سازمان له لوري و نه منل شو.

شاهین وايي د اسلامي امارت او د افغان ولس په استازولۍ له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوي چې څومره ژر کېدای شي، د دې نړیوال بنسټ له‌ خوا دغه بې ‌انصافي پای ته ورسېږي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له غړیتوب راهیسې څورلس تنو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه حضور لرلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155895

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155895/

جمهور
  https://www.jomhornews.com