په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له ۷۶مې کلیزې سره هممهاله د افغانستان سرپرست حکومت غواړي دغه څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس په دې سازمان کې د سرپرست حکومت د استازي نه شتون غیر عادلانه بولي.
سهیل شاهین د سرپرست حکومت له لوري دې څوکۍ ته وروپېژندل شو، خو د دې سازمان له لوري و نه منل شو.
شاهین وايي د اسلامي امارت او د افغان ولس په استازولۍ له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوي چې څومره ژر کېدای شي، د دې نړیوال بنسټ له خوا دغه بې انصافي پای ته ورسېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له غړیتوب راهیسې څورلس تنو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه حضور لرلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل