جاپان د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي

30 عقرب 1401 ساعت 11:12

د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین مولوي سخاءالله سعید په افغانستان کې د جاپان هېواد مرستیال سفیر ښاغلي تاکویا تانیموتو سره وکتل.


د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین مولوي سخاءالله سعید په افغانستان کې د جاپان هېواد مرستیال سفیر ښاغلي تاکویا تانیموتو سره وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې ښاغلي سعید ویلي، جاپان تل له افغانستان سره مثبتې اړیکې درلودې او اسلامي امارت هم په دې هڅه کې دی، چې له یاد هېواد سره د دوه اړخیزو همکاریو او متقابل درناوي په بنسټ نږدې اړیکې ولري.

د جاپان مرستیال سفیر ویلي، هېواد یې غواړي چې د تل په څېر د افغانستان له تعلیمي نظام سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د پوهنې وزارت او جاپان سفارت د مسئولینو تر منځ به په راتلونکو ملاقاتونو کې د ښوونې پر کمیت او کیفیت تفصیلې خبرې وشي.

د پوهنې وزارت مرستیال ډاډ ورکړی چې د پوهنې وزارت به د جاپان هېواد د مرستندویه تعلیمي پروژو د تطبیق لپاره خپلې ټولې اسانتیاوې برابروي او په دې برخه کې به د یو تسهیل کوونکي جهت په توګه رول لوبوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155929

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155929/

جمهور
  https://www.jomhornews.com