۰

جاپان د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي

دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۲
د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین مولوي سخاءالله سعید په افغانستان کې د جاپان هېواد مرستیال سفیر ښاغلي تاکویا تانیموتو سره وکتل.
جاپان د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي
د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین مولوي سخاءالله سعید په افغانستان کې د جاپان هېواد مرستیال سفیر ښاغلي تاکویا تانیموتو سره وکتل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې ښاغلي سعید ویلي، جاپان تل له افغانستان سره مثبتې اړیکې درلودې او اسلامي امارت هم په دې هڅه کې دی، چې له یاد هېواد سره د دوه اړخیزو همکاریو او متقابل درناوي په بنسټ نږدې اړیکې ولري.

د جاپان مرستیال سفیر ویلي، هېواد یې غواړي چې د تل په څېر د افغانستان له تعلیمي نظام سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د پوهنې وزارت او جاپان سفارت د مسئولینو تر منځ به په راتلونکو ملاقاتونو کې د ښوونې پر کمیت او کیفیت تفصیلې خبرې وشي.

د پوهنې وزارت مرستیال ډاډ ورکړی چې د پوهنې وزارت به د جاپان هېواد د مرستندویه تعلیمي پروژو د تطبیق لپاره خپلې ټولې اسانتیاوې برابروي او په دې برخه کې به د یو تسهیل کوونکي جهت په توګه رول لوبوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي