د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

5 قوس 1401 ساعت 13:02

د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد عمان هېواد ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان له مشر تېدروس ادهانوم سره لیدلي.


د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد عمان هېواد ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان له مشر تېدروس ادهانوم سره لیدلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو په معیاري کولو، د روغتیايي پرسونل په ظرفیت لوړولو او نړیوال روغتیايي سازمان په غونډه کې د افغانستان د ګډون په اړه خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې تیدروس ادهانوم ویلي، چې دوی به د افغانستان له روغتیايي سکټور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

نوموړي دغه راز ژمنه کړې چې د روغتیايي خدمتونو د کتنې لپاره به افغانستان ته سفر کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156025

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156025/

جمهور
  https://www.jomhornews.com