د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد عمان هېواد ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان له مشر تېدروس ادهانوم سره لیدلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو په معیاري کولو، د روغتیايي پرسونل په ظرفیت لوړولو او نړیوال روغتیايي سازمان په غونډه کې د افغانستان د ګډون په اړه خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې تیدروس ادهانوم ویلي، چې دوی به د افغانستان له روغتیايي سکټور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
نوموړي دغه راز ژمنه کړې چې د روغتیايي خدمتونو د کتنې لپاره به افغانستان ته سفر کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل