ملابرادر:د مس عینک لرغوني اثارو ته باید زیان ونه رسېږي

5 قوس 1401 ساعت 13:07

د افغان حکومت یوه لوړپوړي پلاوي د مس عینک کان بېلابېلې سیمې او تاریخي اثار څخه لیدنه کړې او د دې کان د عملي کار د پیل په اړه یې د چینايي شرکت له پلاوي سره خبرې کړې دي.


د افغان حکومت یوه لوړپوړي پلاوي د مس عینک کان بېلابېلې سیمې او تاریخي اثار څخه لیدنه کړې او د دې کان د عملي کار د پیل په اړه یې د چینايي شرکت له پلاوي سره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې پلاوي کي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدلغني برادر، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور، د صنعت او تجارت، اقتصاد او مخابراتو وزارتونو سرپرستان او د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور شامل وو.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر ویلي، د مس عینک کان استخراج لپاره باید لا زیات کار وشي او همدارنګه د کان استخراج په بهير کې لرغونو او تاریخي اثارو ته زیان ونه رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156026

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156026/

جمهور
  https://www.jomhornews.com