د افغان حکومت یوه لوړپوړي پلاوي د مس عینک کان بېلابېلې سیمې او تاریخي اثار څخه لیدنه کړې او د دې کان د عملي کار د پیل په اړه یې د چینايي شرکت له پلاوي سره خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې پلاوي کي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدلغني برادر، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور، د صنعت او تجارت، اقتصاد او مخابراتو وزارتونو سرپرستان او د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور شامل وو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر ویلي، د مس عینک کان استخراج لپاره باید لا زیات کار وشي او همدارنګه د کان استخراج په بهير کې لرغونو او تاریخي اثارو ته زیان ونه رسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل