حنا رباني:

پاکستان او افغانستان باید په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې نه شي

9 قوس 1401 ساعت 8:12

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره د دې ترڅنګ چې ټينګار کوي پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وايي، له رامنځته شویو فرصتونو باید اعظمي استفاده وشي او نه بايد په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې شو.


په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره د دې ترڅنګ چې ټينګار کوي پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وايي، له رامنځته شویو فرصتونو باید اعظمي استفاده وشي او نه بايد په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ په ټويټر کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له حنا رباني کهر سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان او پاکستان روابط تاریخي، دیني او فرهنګي وبلل او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغو روابطو د لاپراختیا او پیاوړتیا غوښتونکی دی.

نوموړي په تېرو څلورو لسیزو کې د افغان کډوالو د کوربتوب په خاطر له پاکستانه مننه وکړه او ويې ویل، د اسلامي امارت په حاکمېدو سره په ټول هېواد کې امنیت تأمین دی، اداري فساد له منځه تللی او د نشه یي توکو کښت او قاچاق بند شوی دی.

حنا رباني کهر په خپلو خبرو کې ویلي، له څلوېښتو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې زیات فرصتونه برابر شوي چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

نوموړې دې ته په اشارې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې دې د تګ راتګ لپاره یو میکانیزم جوړ شي ویلي، رامنځته شوې ستونزې باید ژر حل شي.

هغې دا هم زیاته کړې، چې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره میکانیزم موجود دی خو د حل لپاره یې لا زیات وخت ته اړتیا ده.

حنا رباني کهر په ټینګار سره چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وايي، له رامنځته شویو فرصتونو څخه باید اعظمي استفاده وشي او نه بايد په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156135

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156135/

جمهور
  https://www.jomhornews.com