په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره د دې ترڅنګ چې ټينګار کوي پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وايي، له رامنځته شویو فرصتونو باید اعظمي استفاده وشي او نه بايد په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ په ټويټر کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له حنا رباني کهر سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان او پاکستان روابط تاریخي، دیني او فرهنګي وبلل او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغو روابطو د لاپراختیا او پیاوړتیا غوښتونکی دی.
نوموړي په تېرو څلورو لسیزو کې د افغان کډوالو د کوربتوب په خاطر له پاکستانه مننه وکړه او ويې ویل، د اسلامي امارت په حاکمېدو سره په ټول هېواد کې امنیت تأمین دی، اداري فساد له منځه تللی او د نشه یي توکو کښت او قاچاق بند شوی دی.
حنا رباني کهر په خپلو خبرو کې ویلي، له څلوېښتو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې زیات فرصتونه برابر شوي چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
نوموړې دې ته په اشارې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې دې د تګ راتګ لپاره یو میکانیزم جوړ شي ویلي، رامنځته شوې ستونزې باید ژر حل شي.
هغې دا هم زیاته کړې، چې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره میکانیزم موجود دی خو د حل لپاره یې لا زیات وخت ته اړتیا ده.
حنا رباني کهر په ټینګار سره چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وايي، له رامنځته شویو فرصتونو څخه باید اعظمي استفاده وشي او نه بايد په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې شو.
جمهورخبري آژانس:کابل