پر پاکستاني پولیسو ځانمرګي برید ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

9 قوس 1401 ساعت 11:24

له ډېورنډ فرضي کرښې بورې غاړې بلوچستان کې د پاکستاني پولیسو په موټر ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


له ډېورنډ فرضي کرښې بورې غاړې بلوچستان کې د پاکستاني پولیسو په موټر ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن چهارشنبې د لیندۍ ۹ مه د کوټې ښار اړوند بللي سیمه کې د پاکستاني پولیسو د ګزمې په موریز کاروان شوی دی.

د عبدالحق په نوم یوه ځايي پولیس چارواکي ویلي، په دغه برید کې یو پولیس، یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او د ۱۵ پولیسو په ګډون ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په ټولیزو رسنیو کې د خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې تر چاودنې وروسته د پاکستاني پولیسو د ګزمې لارۍ موټر یوې کندې ته لوېدلی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي، تر چاودنې وروسته د پيښې ځای محاصره کړی او ټپي شوي کسان د کوټې ښار روغتون ته انتقال شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د معلوماتو له مخه د دغه ځانمرګي برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی دی.

دا برید یوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې تحریک طالبان پاکستان د دوشنبې په ورځ د پاکستان له حکومت سره د خپل اوربند د پای ته رسېدو او پر پاکستاني ځواکونو د بریدونو امر ورکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156149

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156149/

جمهور
  https://www.jomhornews.com