له ډېورنډ فرضي کرښې بورې غاړې بلوچستان کې د پاکستاني پولیسو په موټر ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن چهارشنبې د لیندۍ ۹ مه د کوټې ښار اړوند بللي سیمه کې د پاکستاني پولیسو د ګزمې په موریز کاروان شوی دی.
د عبدالحق په نوم یوه ځايي پولیس چارواکي ویلي، په دغه برید کې یو پولیس، یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او د ۱۵ پولیسو په ګډون ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
په ټولیزو رسنیو کې د خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې تر چاودنې وروسته د پاکستاني پولیسو د ګزمې لارۍ موټر یوې کندې ته لوېدلی دی.
پاکستاني چارواکو ویلي، تر چاودنې وروسته د پيښې ځای محاصره کړی او ټپي شوي کسان د کوټې ښار روغتون ته انتقال شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس د معلوماتو له مخه د دغه ځانمرګي برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی دی.
دا برید یوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې تحریک طالبان پاکستان د دوشنبې په ورځ د پاکستان له حکومت سره د خپل اوربند د پای ته رسېدو او پر پاکستاني ځواکونو د بریدونو امر ورکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل