د بشري حقونو د څار کمېسیون:

د المپیک نړیواله کمېټه دې د افغانستان ګډون وځنډوي

15 قوس 1401 ساعت 13:02

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، تر څو چې طالبانو افغان ښځو او نجونو ته د سپورټ اجازه نه وي ورکړې، د المپیک نړیواله کمېټه دې په نړیوالو سپورټي سیالیو کې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان ګډون وځنډوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بشري حقونو دې ادارې تېره شپه همداراز وویل چې د المپیک نړیواله کمېټه باید په دې اړه پرېکړه د خپل اجراییه بورډ په راتلونکې غونډه کې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د المپیک نړیواله کمېټه نن سې شنبه د سویس په لوزان کې غونډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
د مطلب کود: 156310

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156310/

جمهور
  https://www.jomhornews.com