له پکتیا او اروزګان څخه ځايي ولسي سرچیې وايي، دغه ولایتونو کې دوه پخواني نظامیان په مرموز ډول وژل شوي دي.
د پکتیا ځايي خلکو په خواله رسنیو یوه ویډیو نشر کړې او ادعا یې کړې، چې طالبانو د محمد یوسف خان په نوم یو پخوانی نظامي تر شکنجې لاندې وژلی دی.
د دوی په وینا دغه وژل شوی کس د ځاځي اریوب ولسوالۍ د امرخېلو د سیمې اوسېدونکی و، چې په ډېر زجر سره وژل شوی دی.
بل خوا د اروزګان څخه ځايي سرچینې وايي، په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یو پخوانی نظامي د نامعلومه کسانو له خوا وژل شوی دی.
د دوی په وینا دغه نظامي د موټرو په یوه مستري خونه کې د نامعلومه وسله والو کسانو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.
که څه هم طالبانو واک له رسېدو سره سم د عمومي عفوې خبره کړې وه، خو د بشري حقونو د څار ډلې په وار وار ادعا کړې، چې طالبان د پخواني حکومت امنیتي غړي او د دوی مخالفین په مرموز ډول وژني.
طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.
جمهورخبري آژانس