کرکټ: پاکستان په دویمه لوبه کې هم مات شو، لوبلړۍ د افغانستان په نوم شوه

7 حمل 1402 ساعت 12:51

افغان لوبډلې له پاکستان څخه د دویمې شل اوریزې لوبې په ګټلو سره، دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.


افغان لوبډلې له پاکستان څخه د دویمې شل اوریزې لوبې په ګټلو سره، دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

په دې دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې هم پاکستان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۱۳۱ منډې هدف ورکړ.

افغان لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په وروستي اور کې تر لاسه کړ او پاکستان ته یې د اوو وېکټو په توپير ستره ماتې ورکړه او په دې سره یې دغه شل اوریزه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 158903

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158903/

جمهور
  https://www.jomhornews.com