افغان لوبډلې له پاکستان څخه د دویمې شل اوریزې لوبې په ګټلو سره، دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.
په دې دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې هم پاکستان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۱۳۱ منډې هدف ورکړ.
افغان لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په وروستي اور کې تر لاسه کړ او پاکستان ته یې د اوو وېکټو په توپير ستره ماتې ورکړه او په دې سره یې دغه شل اوریزه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.
جمهورخبري آژانس