د کډوالو نړیواله اداره: ۱۷۴ زره افغانانو ته مو رواني خدمات وړاندې کړي

16 جوزا 1402 ساعت 10:04

د کډوالو نړیواله اداره وايي، دوی په افغانستان کې تر اوسه پورې ۱۷۴ زره افغانانو ته رواني خدمات وړاندې کړي دي.


د کډوالو نړیواله اداره وايي، دوی په افغانستان کې تر اوسه پورې ۱۷۴ زره افغانانو ته رواني خدمات وړاندې کړي دي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د ۲۰۲۳ م کال د جنورۍ له میاشتې تر می پورې ۱۷۴۴۷۷ افغانانو ته رواني خدمات وړاندې کړي دي.
 
اعلامیه کې ویل شوي دوی په دغه موده کې یاد شمېر افغانانو ته د رواني روغتیا، رواني ملاتړ، ټولنیز فعالیت او رواني زده کړو خدمات وړاندې کړي دي.
 
د سرچینې په وینا د دوی موخه دا ده، چې مختصیصن یې له هغه ټولنو سره مرسته وکړي، چې د بحرانونو له وجې یې رواني وضعیت ښه نه دی.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 161172

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/161172/

جمهور
  https://www.jomhornews.com