د کډوالو نړیواله اداره وايي، دوی په افغانستان کې تر اوسه پورې ۱۷۴ زره افغانانو ته رواني خدمات وړاندې کړي دي.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د ۲۰۲۳ م کال د جنورۍ له میاشتې تر می پورې ۱۷۴۴۷۷ افغانانو ته رواني خدمات وړاندې کړي دي.
اعلامیه کې ویل شوي دوی په دغه موده کې یاد شمېر افغانانو ته د رواني روغتیا، رواني ملاتړ، ټولنیز فعالیت او رواني زده کړو خدمات وړاندې کړي دي.
د سرچینې په وینا د دوی موخه دا ده، چې مختصیصن یې له هغه ټولنو سره مرسته وکړي، چې د بحرانونو له وجې یې رواني وضعیت ښه نه دی.
جمهورخبري آژانس