خلیل الرحمان حقاني:

مرستندویه بنسټونه باید د افغانستان قوانینو او اصولو ته درناوی وکړي

29 سنبله 1402 ساعت 10:17

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وايي، مرستندویه بنسټونه باید بې پرې وي او د افغانستان قوانینو او اصولو ته درناوی ولري.


د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وايي، مرستندویه بنسټونه باید بې پرې وي او د افغانستان قوانینو او اصولو ته درناوی ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حقاني نن د وږي ۲۹ مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د آسیا او اقیانوسیه سیمې د دفتر له رییس اندریکا راتوتي سره کابل کې ولیدل.
 
په دغه لیدنه کې دواړو لورو په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي راتوتي ډاډ ورکړ، چې په نېږدې راتلونکې کې به پاکستان ته سفر وکړي او د هغه هېواد له چارواکو سره به د افغان کډوالو د اسنادو پر تمدیدو او بې اسنادو ته د اسنادو د ورکړې په اړه خبرې اترې وکړي.
 
خو حقاني ورته ویلي، دغه لیدنه کې ویلي، لیدنې کتنې او خبرې اترې باید پایله ولري او خلک یې باید خوند وڅکي.
 
هغه دا هم زیاته کړې، چې بشري مرستې باید د ژمني تر راتلو مخکې اړومنو کسانو ته ورسول شي.
 
جمهورخبري آژانس 
 


د مطلب کود: 163917

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163917/

جمهور
  https://www.jomhornews.com