۰
خلیل الرحمان حقاني:

مرستندویه بنسټونه باید د افغانستان قوانینو او اصولو ته درناوی وکړي

چهارشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۷
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وايي، مرستندویه بنسټونه باید بې پرې وي او د افغانستان قوانینو او اصولو ته درناوی ولري.
مرستندویه بنسټونه باید د افغانستان قوانینو او اصولو ته درناوی وکړي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وايي، مرستندویه بنسټونه باید بې پرې وي او د افغانستان قوانینو او اصولو ته درناوی ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حقاني نن د وږي ۲۹ مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د آسیا او اقیانوسیه سیمې د دفتر له رییس اندریکا راتوتي سره کابل کې ولیدل.
 
په دغه لیدنه کې دواړو لورو په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي راتوتي ډاډ ورکړ، چې په نېږدې راتلونکې کې به پاکستان ته سفر وکړي او د هغه هېواد له چارواکو سره به د افغان کډوالو د اسنادو پر تمدیدو او بې اسنادو ته د اسنادو د ورکړې په اړه خبرې اترې وکړي.
 
خو حقاني ورته ویلي، دغه لیدنه کې ویلي، لیدنې کتنې او خبرې اترې باید پایله ولري او خلک یې باید خوند وڅکي.
 
هغه دا هم زیاته کړې، چې بشري مرستې باید د ژمني تر راتلو مخکې اړومنو کسانو ته ورسول شي.
 
جمهورخبري آژانس 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي