د تورخم دروازه په مشروط ډول د ټرانزیټ لپاره پرانیستل شوه

1 قوس 1402 ساعت 9:31

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم لاره له څو ساعتونو وروسته بېرته د ټرانزیټ پر مخ خلاصه شوه.


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم لاره له څو ساعتونو وروسته بېرته د ټرانزیټ پر مخ خلاصه شوه.

دتورخم په لاره کې دوسله والو طالبانو کمیسار مولوي عصمت الله يعقوب تيره شپه د لړمه ٣٠ نيټه ویلي، له پاکستاني لوري سره له خبرو وروسته تيره شپه د تورخم لاره د بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شوه.

دغه لاره تېره ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا د افغان ترانزیتي موټرو پر مخ تړل شوې وه.

ويل کيږي ذغه لاره پرون وروسته له هغه وتړل شوه چې د پاکستان سرحدي چارواکو او طالبانو د دواړو غاړو د باروړونکو موټرو له چلوونکو څخه د پاسپورټونو او ويزو غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166042

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166042/

جمهور
  https://www.jomhornews.com