د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم لاره له څو ساعتونو وروسته بېرته د ټرانزیټ پر مخ خلاصه شوه.
دتورخم په لاره کې دوسله والو طالبانو کمیسار مولوي عصمت الله يعقوب تيره شپه د لړمه ٣٠ نيټه ویلي، له پاکستاني لوري سره له خبرو وروسته تيره شپه د تورخم لاره د بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شوه.
دغه لاره تېره ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا د افغان ترانزیتي موټرو پر مخ تړل شوې وه.
ويل کيږي ذغه لاره پرون وروسته له هغه وتړل شوه چې د پاکستان سرحدي چارواکو او طالبانو د دواړو غاړو د باروړونکو موټرو له چلوونکو څخه د پاسپورټونو او ويزو غوښتنه وکړه.
جمهورخبري آژانس