د آزادۍ جبهه: کابل کې مو پنځه طالبان و وژل

14 قوس 1402 ساعت 9:46

د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی، چې د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته د لومړۍ امنیتي حوزې د ځواکونو په چریکي برید کې ۵ طالبان وژل شوي او ټپیان دي.


د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی، چې د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته د لومړۍ امنیتي حوزې د ځواکونو په چریکي برید کې ۵ طالبان وژل شوي او ټپیان دي.

دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه بريد د لیندۍ په ١٣مه له غرمې وروسته د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د کمپنۍ په سيمه کې شوى دى.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.

دا په داسې حال کې ده چې د ازادۍ جبهې په دې وروستیو کې پر طالبانو په ځانګړې توګه په کابل کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 166481

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166481/

جمهور
  https://www.jomhornews.com