د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی، چې د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته د لومړۍ امنیتي حوزې د ځواکونو په چریکي برید کې ۵ طالبان وژل شوي او ټپیان دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی، چې د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته د لومړۍ امنیتي حوزې د ځواکونو په چریکي برید کې ۵ طالبان وژل شوي او ټپیان دي. دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه بريد د لیندۍ په ١٣مه له غرمې وروسته د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د کمپنۍ په سيمه کې شوى دى. د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول. دا په داسې حال کې ده چې د ازادۍ جبهې په دې وروستیو کې پر طالبانو په ځانګړې توګه په کابل کې خپل بریدونه زیات کړي دي. جمهورخبري آژانس