د منیژې صدیقي کورنۍ د طالبانو په زندان کې د هغه پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه

14 قوس 1402 ساعت 10:43

د طالبانو له خوا د نيول شوې ښځينه لاريون کوونکي منيژې صديقي کورنۍ وايي، چې هغه د طالبانو په زندان کې په بد حالت کې ده.


د طالبانو له خوا د نيول شوې ښځينه لاريون کوونکي منيژې صديقي کورنۍ وايي، چې هغه د طالبانو په زندان کې په بد حالت کې ده.

د دغې توقیف شوې ښځې خپلوان وايي، مېرمن صدیقي د خپلې کوټې د ملګري د تلیفون له لارې له خپلې کورنۍ سره اړیکه نیولې او د خپلې خرابې روغتیا په اړه یې شکایت کاوه.

مېرمن صديقي وويل چې هغه او يو شمېر مېرمنې د کابل په پلچرخي زندان کې بنديان دي.

هغه کورنۍ ته وویل چې ژوند یې په خطر کې دی.

بل خوا د پلچرخي له زندان څخه ځينو سرچينو ويلي، طالبانو يوه بله ښځينه بندي جوليا پارسي هم تېره اونۍ د وضعيت د خرابوالي له امله روغتون ته لېږدول شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو له درېيو مياشتو راهيسې يو شمېر لاريون کوونکي ښځې نيولې او بنديانې کړي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166491

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166491/

جمهور
  https://www.jomhornews.com