د طالبانو له خوا د نيول شوې ښځينه لاريون کوونکي منيژې صديقي کورنۍ وايي، چې هغه د طالبانو په زندان کې په بد حالت کې ده.
د دغې توقیف شوې ښځې خپلوان وايي، مېرمن صدیقي د خپلې کوټې د ملګري د تلیفون له لارې له خپلې کورنۍ سره اړیکه نیولې او د خپلې خرابې روغتیا په اړه یې شکایت کاوه.
مېرمن صديقي وويل چې هغه او يو شمېر مېرمنې د کابل په پلچرخي زندان کې بنديان دي.
هغه کورنۍ ته وویل چې ژوند یې په خطر کې دی.
بل خوا د پلچرخي له زندان څخه ځينو سرچينو ويلي، طالبانو يوه بله ښځينه بندي جوليا پارسي هم تېره اونۍ د وضعيت د خرابوالي له امله روغتون ته لېږدول شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو له درېيو مياشتو راهيسې يو شمېر لاريون کوونکي ښځې نيولې او بنديانې کړي دي.
جمهورخبري آژانس