د طالبانو یو پلاوی روسیې ته ولاړ

15 قوس 1402 ساعت 9:50

د طالبانو  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی په یوه رسمي سفر روسیې ته تللی دی.


د طالبانو  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی په یوه رسمي سفر روسیې ته تللی دی.

د دغه سفر موخه د حیواني روغتیا نړیوال علمي او ساینسي ناسته کې ګډون دی.

دغه ناسته د روسیې په ولادیمیر ښار کې تر سره کېږي، چې د طالبانو د کرنې وزارت په استازیتوب د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي رییس مفتي ذاکرالله ذاکر  د کرنې او مالدارۍ د معین سلاکار مولوي طالب جان ذکي، د یاد وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکتر مختار محسنی او محمد شریف زاهد ورغلي دي.

دا د حیواني روغتیا په برخه کې پنځه شپېتم نړیوال علمي او ساینسي کنفرانس دی، چې دا ځل په روسیه کې تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 166527

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166527/

جمهور
  https://www.jomhornews.com