د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی په یوه رسمي سفر روسیې ته تللی دی.
د دغه سفر موخه د حیواني روغتیا نړیوال علمي او ساینسي ناسته کې ګډون دی.
دغه ناسته د روسیې په ولادیمیر ښار کې تر سره کېږي، چې د طالبانو د کرنې وزارت په استازیتوب د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي رییس مفتي ذاکرالله ذاکر د کرنې او مالدارۍ د معین سلاکار مولوي طالب جان ذکي، د یاد وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکتر مختار محسنی او محمد شریف زاهد ورغلي دي.
دا د حیواني روغتیا په برخه کې پنځه شپېتم نړیوال علمي او ساینسي کنفرانس دی، چې دا ځل په روسیه کې تر سره کېږي.
جمهورخبري آژانس