کاناډا له پاکستانه ۳۳۳ افغان کډوال انتقال کړل

16 قوس 1402 ساعت 10:37

د کاناډا د کډوالو وزیر مارک میلر وايي، له پاکستانه ۳۳۳ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.


د کاناډا د کډوالو وزیر مارک میلر وايي، له پاکستانه ۳۳۳ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي میلر په خپله ایکس پاڼه لیکلي، دغه کډوال له پاکستان څخه د یوې چارټر الوتکې په واسطه د کاناډا وینی پیګ ته رسیدلي دي.

د هغه په ​​وينا، دغه کسان به د کاناډا د ايډمونټون، اوټاوا او ټورنټو ښارونو په ګډون په ټول هېواد کې ٣٣ ځايونو ته ولېږدول شي.

د کاناډا حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې هغه هېواد ته یې د شاوخوا څلویښت زره افغان مهاجرو د استولو هدف ته رسیدلي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166587

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166587/

جمهور
  https://www.jomhornews.com