د کاناډا د کډوالو وزیر مارک میلر وايي، له پاکستانه ۳۳۳ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
ښاغلي میلر په خپله ایکس پاڼه لیکلي، دغه کډوال له پاکستان څخه د یوې چارټر الوتکې په واسطه د کاناډا وینی پیګ ته رسیدلي دي.
د هغه په وينا، دغه کسان به د کاناډا د ايډمونټون، اوټاوا او ټورنټو ښارونو په ګډون په ټول هېواد کې ٣٣ ځايونو ته ولېږدول شي.
د کاناډا حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې هغه هېواد ته یې د شاوخوا څلویښت زره افغان مهاجرو د استولو هدف ته رسیدلي دي.
جمهورخبري آژانس