د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د افغان ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي د طالبانو په زندان کې شکنجه کېږي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ (د سلواغې۲۰) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، سره له دې چې د مېرمن صدیقي جرم د طالبانو له خوا نه دی افشا شوی، هغه لا هم د دغې ډلې په زندان کې ده.
د اعلامیې پر بنسټ، مېرمن صدیقي د طالبانو په زندان کې له شکنجې او نورو ناوړه چلند سره مخ ده.
د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې مېرمن صدیقي دې له قید او شرط پرته خوشې کړي.
دا دویم ځل دی چې د بښنې نړیوال سازمان د مېرمن صدیقي د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
مېرمن صديقي شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د طالبانو له خوا نيول شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له څه باندې دوو کلونو راهیسې لسګونه ښځې د دې ډلې د بندیزونو په اعتراض کې نیولي او بندیانې کړي دي.
جمهورخبري آژانس