افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه هم سریلانکا ته وبایلله

23 دلو 1402 ساعت 10:28

د سریلانکا ملي لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.


د سریلانکا ملي لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه تېره شپه د سلواغې ۲۲ مه د سریلانکا په بالاګولا ښار کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې د سریلانکا لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او په ۵۰ اورونو کې یې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ۳۰۸ منډو هدف وټاکه.

خو په دویمه نیمايي کې افغان ملي لوبډله ونه توانیده چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي.

د یادونې ده، چې د افغانستان ملي لوبډلې په خپله لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې د سریلانکا ملي لوبډلې نه ماته خوړلط وې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به راتلونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168736

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168736/

جمهور
  https://www.jomhornews.com