د سریلانکا ملي لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه تېره شپه د سلواغې ۲۲ مه د سریلانکا په بالاګولا ښار کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې د سریلانکا لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او په ۵۰ اورونو کې یې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ۳۰۸ منډو هدف وټاکه.
خو په دویمه نیمايي کې افغان ملي لوبډله ونه توانیده چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي.
د یادونې ده، چې د افغانستان ملي لوبډلې په خپله لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې د سریلانکا ملي لوبډلې نه ماته خوړلط وې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به راتلونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.
جمهورخبري آژانس