د سالنګ لار د ترافیکو پر مخ بېرته خلاصه شوه

9 حوت 1402 ساعت 9:28

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقانیس وايي، دغه لویه لار نن (چهارشنبه) سهار پرانیستل شوه.


د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقانیس وايي، دغه لویه لار نن (چهارشنبه) سهار پرانیستل شوه.

د ښاغلي حق‌شناس په وینا، په ځینو ځایونو کې لږ واوره ورېږي او احتمال شته چې دغه لویه لاره بیا په موقتي ډول وتړل شي.

طالبانو له موټر چلوونکو غوښتي چې د سالنګ له لارې د تېرېدو پر مهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي.

د يادونې ده، چې له تېرې يکشنبې راهيسې د سختې واورې ورېدو له امله د هېواد په پنځو ولايتونو کې د سالنګ لويه لار او يو شمېر ترانسپورتي لارې تړل شوې دي.

جمهور خبري آژانس


د مطلب کود: 169404

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169404/

جمهور
  https://www.jomhornews.com