د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقانیس وايي، دغه لویه لار نن (چهارشنبه) سهار پرانیستل شوه.
د ښاغلي حقشناس په وینا، په ځینو ځایونو کې لږ واوره ورېږي او احتمال شته چې دغه لویه لاره بیا په موقتي ډول وتړل شي.
طالبانو له موټر چلوونکو غوښتي چې د سالنګ له لارې د تېرېدو پر مهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي.
د يادونې ده، چې له تېرې يکشنبې راهيسې د سختې واورې ورېدو له امله د هېواد په پنځو ولايتونو کې د سالنګ لويه لار او يو شمېر ترانسپورتي لارې تړل شوې دي.
جمهور خبري آژانس