د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو ښځو جایزه بنفشه یعقوبي ته ورکړل شوه

15 حوت 1402 ساعت 10:53

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت د زړورو ښځو جایزه یې د ښځو د حقونو یوې افغان فعالې بنفشا یعقوبي ته ورکړې ده.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت د زړورو ښځو جایزه یې د ښځو د حقونو یوې افغان فعالې بنفشا یعقوبي ته ورکړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، مېرمن يعقوبي ته دغه جايزه تېره شپه د کب په ١٤مه د دغه وزارت په مرکزي دفتر کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکړل شوه.

د اعلامیې پر بنسټ دغه جایزه د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د امریکا د ولسمشر جوبایډن د مېرمنې جېل بایډن له خوا ګټونکو مېرمنو ته ورکړل شوه.

له دې سره سره په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر هم په خپل فیسبوک پاڼه یو پیغام کې لیکلي دي: «له مېرمن بنفش یعقوبي څخه مننه چې د نورو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او معلولیت لرونکو افغانانو ملاتړ او دعوه یې وکړه. "

د يادونې وړ ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې بنفشه يعقوبي د نورو هېوادونو له يو شمېر ښځينه فعالانو سره يو ځاى د دغه وزارت د زړورو ښځو جايزې ګټونکې وپېژندل شوه.

مېرمن یعقوبي په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله وه. نوموړي په جمهوري نظام کې د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون د کمیشنر په توګه هم کار کړی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 169660

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169660/

جمهور
  https://www.jomhornews.com