د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت د زړورو ښځو جایزه یې د ښځو د حقونو یوې افغان فعالې بنفشا یعقوبي ته ورکړې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، مېرمن يعقوبي ته دغه جايزه تېره شپه د کب په ١٤مه د دغه وزارت په مرکزي دفتر کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکړل شوه.
د اعلامیې پر بنسټ دغه جایزه د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د امریکا د ولسمشر جوبایډن د مېرمنې جېل بایډن له خوا ګټونکو مېرمنو ته ورکړل شوه.
له دې سره سره په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر هم په خپل فیسبوک پاڼه یو پیغام کې لیکلي دي: «له مېرمن بنفش یعقوبي څخه مننه چې د نورو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او معلولیت لرونکو افغانانو ملاتړ او دعوه یې وکړه. "
د يادونې وړ ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې بنفشه يعقوبي د نورو هېوادونو له يو شمېر ښځينه فعالانو سره يو ځاى د دغه وزارت د زړورو ښځو جايزې ګټونکې وپېژندل شوه.
مېرمن یعقوبي په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله وه. نوموړي په جمهوري نظام کې د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون د کمیشنر په توګه هم کار کړی دی.
جمهورخبري آژانس