د امریکا پارلمان طالبانو ته د مرستو د انتقال د مخنیوي غوښتنه وکړه

2 جوزا 1403 ساعت 14:03

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کیل له سپینې ماڼۍ غوښتي چې طالبانو ته د دغه هېواد د مرستو د لېږد مخه ونیسي.


د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کیل له سپینې ماڼۍ غوښتي چې طالبانو ته د دغه هېواد د مرستو د لېږد مخه ونیسي.

مک کال طالبانو ته د امریکا د میلیونونو ډالرو مرستو د لیږد په اړه د سیګار وروستي راپور ته په اشارې سره زیاته کړه، وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، امریکا له ۲.۸ میلیارد ډالرو څخه زیات د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ورکړي.

هغه زیاته کړه، "تیر کال، ما د سیګار د راپور غوښتنه وکړه چې د متحده ایاالتو مالیه ورکونکو ډالر طالبانو ته څومره ګټه رسولې. د حیرانتیا خبره نده، سیګار وموندله چې طالبانو د متحده ایاالتو مالیه کې لږ تر لږه 10.9 میلیونه ډالر ترلاسه کړي."

د هغه په ​​وینا له طالبانو سره د امریکا دغه مرستې د منلو وړ نه دي او د بایډن اداره باید طالبانو ته د امریکايي مالیه ورکوونکو د ډالرو د انتقال د مخنیوي لپاره سمدستي اقدامات وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) په وروستۍ قضیه کې ویلي چې طالبانو د افغانستان له خلکو د امریکا له مرستو څه باندې ۱۱ میلیونه ډالره مالیه اخیستې ده.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 172509

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172509/

جمهور
  https://www.jomhornews.com