د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کیل له سپینې ماڼۍ غوښتي چې طالبانو ته د دغه هېواد د مرستو د لېږد مخه ونیسي.
مک کال طالبانو ته د امریکا د میلیونونو ډالرو مرستو د لیږد په اړه د سیګار وروستي راپور ته په اشارې سره زیاته کړه، وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، امریکا له ۲.۸ میلیارد ډالرو څخه زیات د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ورکړي.
هغه زیاته کړه، "تیر کال، ما د سیګار د راپور غوښتنه وکړه چې د متحده ایاالتو مالیه ورکونکو ډالر طالبانو ته څومره ګټه رسولې. د حیرانتیا خبره نده، سیګار وموندله چې طالبانو د متحده ایاالتو مالیه کې لږ تر لږه 10.9 میلیونه ډالر ترلاسه کړي."
د هغه په وینا له طالبانو سره د امریکا دغه مرستې د منلو وړ نه دي او د بایډن اداره باید طالبانو ته د امریکايي مالیه ورکوونکو د ډالرو د انتقال د مخنیوي لپاره سمدستي اقدامات وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) په وروستۍ قضیه کې ویلي چې طالبانو د افغانستان له خلکو د امریکا له مرستو څه باندې ۱۱ میلیونه ډالره مالیه اخیستې ده.
جمهورخبري آژانس