طالبان: د امو دریا ۱۳۰ زره ټنه خام تیل مو خرڅ کړل

20 جوزا 1403 ساعت 15:43

طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې په تېرو لسو ورځو کې یې د ۷۱ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۳۰ زره ټنه د امو سیند تېل پلورلي دي.


طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې په تېرو لسو ورځو کې یې د ۷۱ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۳۰ زره ټنه د امو سیند تېل پلورلي دي.
دغه وزارت نن یکشنبه د غبرګولي ۲۰ مه؛ نوموړي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه اندازه خام تېل د داوطلبۍ له لارې پر کورنيو شرکتونو پلورل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې طالبانو اعلان وکړ چې د امو سیند له حوزې څخه یې د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۰ زره ټنه خام تیل پلورلي دي.

دا ډله د خپل حکومت د بودیجې د تمویل لپاره له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې د هېواد کانونه په بې توپیره استخراج او پلوري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173208

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173208/

جمهور
  https://www.jomhornews.com