طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې په تېرو لسو ورځو کې یې د ۷۱ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۳۰ زره ټنه د امو سیند تېل پلورلي دي.
طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې په تېرو لسو ورځو کې یې د ۷۱ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۳۰ زره ټنه د امو سیند تېل پلورلي دي. دغه وزارت نن یکشنبه د غبرګولي ۲۰ مه؛ نوموړي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه اندازه خام تېل د داوطلبۍ له لارې پر کورنيو شرکتونو پلورل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې طالبانو اعلان وکړ چې د امو سیند له حوزې څخه یې د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۰ زره ټنه خام تیل پلورلي دي. دا ډله د خپل حکومت د بودیجې د تمویل لپاره له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې د هېواد کانونه په بې توپیره استخراج او پلوري. جمهورخبري آژانس