افغان ورزشکارانو د ایران د ووشو په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ

18 میزان 1403 ساعت 8:44

د افغانستان په لويديځ کې د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس احمدشاه مبارز وايي چې افغان ورزشکارانو د ايران د ووشو په سياليو کې لومړى مقام خپل کړى دى.


د افغانستان په لويديځ کې د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس احمدشاه مبارز وايي چې افغان ورزشکارانو د ايران د ووشو په سياليو کې لومړى مقام خپل کړى دى

ښاغلي مبارز پرون سه شنبه د تلې ۱۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغان ورزشکارانو د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ووشو په نړیوالو او اسیایي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.

د هغه په ​​وينا، په دې سياليو کې، چې د (سولې کپ) تر سرليک لاندې ترسره شوې، د افغانستان، ايران او پاکستان لوبغاړو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، چې په دې سياليو کې د افغانستان اته ورزشکارانو څلور د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او دوه د برونزو مډالونه ګټلي دي.

مبارز وويل چې په دغو سياليو کې پاکستان دويم او کوربه ايران درېيم مقام خپل کړ.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176282

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176282/

جمهور
  https://www.jomhornews.com